عبدالملک حوثي: جګړه له غزې پیل شوې او باید غزه کې پای ته ورسېږي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر سید عبدالملک بدرالدین الحوثي ویلي، چې روانه سیمه‌ییزه جګړه له غزې پیل شوې او باید هملته د صهیونیستي رژیم په ماتې سره پای ته ورسېږي.

هغه زیاته کړې، چې یمن، حزب‌الله، او د مقاومت نورې ډلې د فلسطیني ولس ترڅنګ ولاړې دي او د غزې د ازادۍ لپاره به له هېڅ ډول قربانۍ دریغ ونه کړي.

حوثي ټینګار کړی:

> «موږ د غزې ملت ته دا ډاډ ورکوو چې یوازې نه دي، دا جګړه به همدلته پای ته رسېږي، اشغال به ماتې خوري، او قدس به ژر یا وروسته، ان شاءالله، ازاد شي.»

نوموړي د امریکا او اسرائیلو د ګډو جنګي جنایاتو غندنه کړې او له اسلامي امت یې غوښتي، چې د فلسطین د قضيې ملاتړ ته را وړاندې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button