ذبیح‌الله مجاهد: ایران د جګړې ګټونکی و، خدای دې د غزې جګړه هم پای ته ورسوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۶ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت د صهیونیستي ريژیم پر وړاندې د وروستۍ جګړې ګټونکی و، او دوی خوښ دي چې دغه جګړه پای ته رسېدلې ده.

نوموړي تمه ښودلې، چې د خدای په مرسته دې د غزې او فلسطین جګړه هم ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

مجاهد همداراز زیاته کړې، چې اسرائیل په بې‌سارې بې‌شرمۍ، وحشت او بربریت سره د ښځو او ماشومانو وژنې ته دوام ورکوي، او باید لاس یې له دې ظلمونو لنډ شي.

دغه څرګندونې د طالبانو ویاند په داسې حال کې کړي، چې د ایران اسلامي جمهوریت له صهیونیستي رژیم سره په سختو امنیتي او پوځي شخړو بوخت دی، او په ورته وخت کې په غزه کې د فلسطیني مقاومت او اسرائیلي پوځ ترمنځ نښتو هم زور اخیستی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button