اسلامي امارت: د امریکا د استازو جرګې د ترهګرۍ اړوند څرګندونې واقعيت نه لري

کابل ټکی کام (جمعه، ۶ چنګاښ، ۱۴۰۴):

د افغانستان اسلامي امارت د امریکا د استازو جرګې له لوري هغه شوې څرګندونې په کلکه رد کړې، چې ګواکې په افغانستان کې بهرنۍ ترهګرې ډلې شته او یا له دې هېواده بل چاته ګواښ متوجه دی.

د امارت وياند ذبیح اللّٰه مجاهد په خپل اکس ادرس ليکلي، چې افغانستان یو واحد، مستقل او قوي حکومت لري، چې پر ټوله خاوره یې بشپړ تسلط شته، او هیڅ ډلې، شبکې یا فرد ته اجازه نه ورکول کېږي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

دا څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راغلي، چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د فرعي کمېټې مشر براین مست د جون په ۲۶مه ادعا وکړه، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو لپاره په امن پټنځای بدل شوی او دا ډلې اوس سیمه‌ییز او نړیوال امنیت ته ګواښ پېښوي.

اسلامي امارت دا ډول څرګندونې له حقایقو څخه لرې او د سیاسي موخو پر بنسټ بولي، او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول شوې او نه به وکارول شي.

مجاهد زیاته کړې، چې د امارت د پالیسۍ له مخې، نه یوازې دا چې هېڅ بهرنۍ ترهګره ډله شتون نه لري، بلکې د داخلي نظم او امنیت لپاره هم پراخ اقدامات شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button