اسرائیل: سوریه کې د ترکیې د پوځي حضور پراخېدل د اندېښنې وړ دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ زمری، ۱۴۰۵
اسرائیلي چارواکو په سوریه کې د ترکیې د پوځي حضور د پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا اقدام د اسرائیلو له لوري د ټاکل شوې «سرې کرښې» له اوښتو سره برابر دی.
په امریکا کې د اسرائیلو سفیر ویلي، تلابیب داسې استخباراتي معلومات ترلاسه کړي چې ښيي ترکیه په سوریه کې د خپل پوځي حضور د پام وړ پراخولو نیت لري. نوموړي زیاته کړې چې اسرائیل نه غواړي له ترکیې یا سوریې سره جګړه وکړي، خو د ده په وینا، د امنیتي تفاهماتو له مخې «سره کرښه» اوښتې ده.
بلخوا د اسرائیلو دفاع وزیر اسرائیل کاتس د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تورن کړی چې سوریه «خطرناکو ماجراوو» ته بیایي او خبرداری یې ورکړی چې ترکیه باید د اسرائیلو هوډ و نه ازمويي.
دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي چې اسرائیلو د سوریې په ابو الظهور هوايي اډه برید وکړ؛ اسرائیل ادعا کوي چې دغه برید په سیمه کې د ترکیې د احتمالي پوځي ځای پر ځای کېدو د مخنیوي لپاره شوی و. ترکیې او سوریې بیا د اسرائیلو دغه ادعاوې رد کړې او برید یې غندلی دی.
د اسرائیلو او ترکیې ترمنځ د سوریې پر راتلونکي امنیتي وضعیت او سیمهییز نفوذ اختلافات په داسې حال کې زیات شوي چې واشنګټن هڅه کوي د دواړو هېوادونو او سوریې ترمنځ د احتمالي نښتو د مخنیوي لپاره د اړیکو او همغږۍ یو میکانیزم رامنځته کړي.



