اسلامي امارت: د جګړې پر ځای د خبرو له لارې د اختلافاتو په حل باور لرو

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ زمری، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت مرکزي ویاند “مولوي ذبیحالله مجاهد” ویلي، چې افغانستان د جګړې پلوی نه دی او باور لري چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته اختلافات باید د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې حل شي.
مجاهد ویلي، چې کابل د هغو هېوادونو د منځګړیتوب هرکلی کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.
مجاهد زیاته کړې،چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي دوام د دواړو هېوادونو په زیان دی او باید د اړېکو د عادي کولو لپاره سیاسي او دیپلوماتیکې لارې وکارول شي.



