ملګري ملتونه: له ۶۰ زیاتې نړیوالې کمپنۍ د غزې نسلکشۍ ملاتړ کوي

(کابل ټکی کام، چهارشنبه، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴):
د ملګرو ملتونو ځانګړې راپورتاژ فرانسېسکا البانیزي په یوه تازه راپور کې څرګنده کړې چې له ۶۰ څخه زیاتې نړیوالې کمپنۍ په غزه کې د اسرائیل د پوځ له بریدونو او استعماري پروژو سره مستقیم ملاتړ کوي، چې دا کار د نسلکشي په دوام کې مهم رول لوبوي.
په دې راپور کې ویل شوي چې یادې کمپنۍ د وسلو، درنو ماشینونو او څارنې ټکنالوژۍ په برخه کې د اسرائیل پوځ ته لوړې مرستې برابرې کړې دي.
له دې جملې څخه د وسلو جوړولو لوی شرکتونه لکه Lockheed Martin، Leonardo، او د درنو ماشینونو جوړونکي لکه Caterpillar، HD Hyundai او Volvo شامل دي. همدارنګه، د ټکنالوژۍ لوی شرکتونه لکه Microsoft، Google (Alphabet)، Amazon او IBM هم په څارنې او پوځي عملیاتو کې پراخ ملاتړ کوي.
راپور دا کمپنۍ د “نسلکشي اقتصادي ملاتړي” ګڼلي او غوښتنه شوې چې خپل فعالیتونه ژر تر ژره ودروي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د یادو کمپنیو ملاتړ د اسرائیل جګړې ته دوام ورکوي او د فلسطین ولس ته درانه زیانونه اړوي. په ورته مهال، اسرائیلي چارواکو دا راپور بېاساس او سیاسي بللی دی.



