اسرائيلي پوځي شنونکی: د حيتس دفاعي توغندیو د ذخيرې ختمېدلو له امله د اسرائیل امنیت له ګواښ سره مخ دی

(کابل ټکی کام، چهارشنبه، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴):
د اسرائيلي پوځ يوه پوځي شنونکي يوسي يهوشوا ویلي چې د اسراييلو د پرمختللي «حيتس» دفاعي توغندیو ذخیره په ختمېدو ده، چې دا کار د کورني امنیت لپاره جدي خطر ګڼل کېږي.
د هغه په وینا، د «حيتس» یو توغندی ۱۲ میلیونه شیکله لګښت لري، او ستونزه یوازې په لوړه بیه کې نه ده، بلکې د کافي ذخیرې نشتون لویه ننګونه ده.
نوموړی وایي، له جرمني سره د تړونونو له امله د نوو توغندیو جوړولو پروسه هم محدوده شوې ده.
يهوشوا زیاته کړې چې د هر بریدګر توغندي لوېدنه په ښاري سیمو کې تر ۳۰۰ میلیونه شیکله زیان اړوي، چې له امله یې د اسرائیل امنيت له ګواښ سره مخ دی.



