غزه کې په ماين چاودنه او سنايپر بريد کې يو اسرائيلي عسکر وژل شوی او څلور نور سخت ټپیان دي

(کابل ټکی کام، چهارشنبه، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴):
د فلسطین مقاومت د غزې په سیمه کې د اسرائیلي پوځ پر یوه ټانک د ماین چاودنه ترسره کړې، چې په ترڅ کې څلور عسکر سخت ټپیان شوي دي.
الجزيرې د اسرائیلي رسنیو له قوله نن راپور ورکړی چې دغه چاودنه د غزې په یوه جګړهیزه سیمه کې شوې، چې هدف یې د پوځ زغرهواله ټانک و.
راپور زیاته کړې چې ټپیان په درنو ټپيحالتونو کې روغتونونو ته انتقال شوي چې روغتيايي وضعيت يې نازک ښودل شوی دی.
همدارنګه، د اسرائیلي ځانګړې قطعې «ایغوز» یو عسکر د فلسطیني سنایپر په برید کې وژل شوی دی.
د اسرائیلي پوځ رسنۍ دا پېښې د پوځ لپاره لویه ضایعه او د مقاومت د ځمکنۍ جګړې دوام او بريا ګڼي.



