غزه کې د مقاومت دوام؛ حماس د اوربند اړوند د ولسمشر ټرمپ پرېکړه یو اړخیزه بللې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ ویلي، چې د ولسمشر ټرمپ له لوري د اوربند اعلان یو اړخیز اقدام دی، چې د فلسطیني د ملت د حقونو او غوښتنو خلاف دی.
د حماس د سیاسي دفتر ویاند “سامي ابوزهري” ویلي، چې مقاومت ته به تر هغو دوام ورکوي، څو چې اشغال پای ته نه وي رسېدلی او فلسطیني ولس ته خپل مشروع حقونه نه وي ورکړل شوي. نوموړي زیاته کړې، چې د بهرنیو لوریو پرېکړې هغه مهال ارزښت لري، چې د فلسطین د ولس له اجماع او غوښتنو سره سمون ولري.
د حماس چارواکو ټینګار کړی، چې د امریکا ولسمشر اعلان شوی اوربند د اسرائیلي رژیم د ژغورنې هڅه ده او دا ډول هڅې د فلسطیني مبارزینو اراده نه شي کمزورې کولی.
په ورته وخت کې د غزې په بیلابیلو سیمو کې د صهیونیستي اشغالګرو او مقاومت ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي او د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د مقاومت ډلو ژمنه کړې، چې د ملت د شهیدانو وینه به ضایع نه کړي او د آزادۍ تر راتلو به وسله والې مبارزې ته دوام ورکوي.



