انصارالله: د ایران برید د صهیونیستي رژیم پر وړاندې د مقاومت محور پیاوړی کړ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ د رهبرۍ شورا غړي اړ ویاند “محمد عبدالسلام” ویلي، چې د ایران له لوري پر صهیونیستي رژیم ترسره شویو بریدونو نه یوازې د دغه رژیم جنګي غرور مات کړ، بلکې سیمه کې یې د ټول مقاومت محور روحیه لا پیاوړې کړه.

نوموړي زیاته کړه، چې دا برید یو واضح پیغام لري، او هغه دا چې صهیونیستي رژیم نور نشي کولای د سیمې ملتونه وګواښي او له غبرګون څخه خوندي پاتې شي.

عبدالسلام ټینګار کړی، چې د ایران د اسلامي جمهوریت دا اقدام د اشغالګرو پر وړاندې د مبارزې نوې مرحله پیل کړه او دا به د قدس د آزادۍ لپاره د مقاومتي محور د ګډو هڅو بنسټ لا غښتلی کړي.

انصارالله همداراز د مقاومت له ټولو ډلو وغوښتل، چې خپل صفونه لا منظم کړي او د صهیونیستي یرغل پر وړاندې د یووالي، قربانۍ او استقامت پیغام نړۍ ته ورسوي.

مربوطه مطالب

Back to top button