ملا برادر د اذربایجان له لومړي وزیر سره د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو په اړه خبرې کړي

(کابل ټکی کام، چهارشنبه، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴):

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند چې د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون لپاره اذربایجان ته تللی، نن يې په باکو ښار کې د دغه هېواد له لومړي وزیر علي اسدوف سره د کتنې په ترڅ کې په سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړي دي.
ملا برادر په باکو کې د افغانستان د ډیپلوماتیک حضور د پیاوړتیا غوښتنه وکړه او له اذربایجان یې د نفت او ګازو په برخه کې د پانګونې، د اوسپنې پټلۍ شبکو پراختیا، او د لمریزې او بادي برېښنا تولید په برخو کې د تجربو شریکولو غوښتنه وکړه.
هغه همدارنګه په کرنه، اوبو مدیریت، ماین پاکۍ او مسلکي زده کړو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او د لاجوردو دهلیز په فعال ساتلو يې ټینګار وکړ، چې د سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره خورا مهم ګڼل کېږي.
د اذربایجان لومړي وزیر علي اسدوف وویل چې هېواد یې له افغانستان سره د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو پراختیا ته ژمن دی او د ګډ اقتصادي کمېسیون د بیا فعالولو غوښتنه یې وکړه.
نوموړي په بېلابېلو برخو کې د پانګونې، تجربو شریکولو، او د افغان سوداګرو او محصلینو لپاره د اسانتیاوو او بورسونو برابرولو ډاډ ورکړ. دواړو لورو دا لیدنه د اړیکو د لا پراختیا لپاره مهمه وبلله او د عملي اقداماتو پر پيل او دوام يې ټینګار وکړ.

مربوطه مطالب

Back to top button