غزه کې زرګونه ماشومان د سختې لوږې له امله د مړینې له ګواښ سره مخ دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د ملګرو ملتونو اړوند ادارې او مرستندویه سازمانونه خبرداری ورکوي، چې د غزې تړانګې په محاصره شویو سیمو کې زرګونه ماشومان د خورا سختې لوږې او خوراځواکۍ له امله د مړینې له جدي خطر سره مخامخ دي.
راپورونه ښيي، چې د جګړې له پیل راهیسې د خوراکي توکو، دواګانو او پاکو اوبو کمښت د ماشومانو ژوند له ستونزو سره مخ کړی او ګڼو کورنیو د خپلو ماشومانو د تغذیې توان له لاسه ورکړی دی.
د یونیسف په وینا، په شمالي غزه کې ډېر شمېر ماشومان له خوراځواکۍ سره مخ دي، چې بېړنۍ طبي مرستې ته اړتیا لري. یاد سازمان وایي، که مرستې ژر ور ونه رسېږي، نو د ماشومانو په منځ کې به د مړینې کچه لوړه شي.
د غزې روغتیايي سرچینې هم تاییدوي، چې د ماشومانو مړینې زیاتې شوې دي، او ډېری یې د تغذیې له نشتوالي، خرابو شرایطو او د درملنې د امکاناتو له نهشتونه رامنځته شوې دي.
بشري ادارې له نړیوالو غوښتنه کوي، چې په صهیونیستي ريژیم فشار راوړي،چې غزې ته د اړتیا وړ توکي ورپریږدي څو د ماشومانو ژوند وژغورل شي.



