د اسلامي امارت زعیم د قاضيانو سيمينار ته: قضا د اسلامي نظام مهم رکن او د عدالت تضمین کوونکې ده

(کابل ټکی کام، چهارشنبه، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴):

د اسلامي امارت زعیم شيخ الحديث هبت الله اخندزاده په کندهار کې د قاضیانو لپاره په جوړ شوي درې ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار کې ګډون وکړ او مهمې ویناوې یې وکړې.
د اسلامي امارت زعیم په خپله وینا کې قضا د اسلامي نظام مهم رکن وباله او ویې ویل چې د عدالت په وسیله د خلکو نفس، مال او عزت ساتل کېږي او فتنې او فسادونه له منځه وړل کېږي.
هغه زیاته کړه چې قاضي د امام وکیل دی او د عدل په ټينګښت سره د خلکو اعتماد پر اسلامي نظام پیاوړی کېږي او ټینګار يې وکړ چې د الله رضا باید د قضاء اساسي هدف وي او د عدل له لارې باید د خلکو د هدایت وسیله وګرځي.
هغه قاضیانو ته سپارښتنه وکړه چې په تقوا، عاجزۍ او تواضع سره خلک قضاوت کړي، د بندیانو حقوق په پام کې ونیسي، د بې سرنویشته بندیانو دوسیې ژر حل کړي او په فیصلو کې هیڅ ډول جانبداري ونه کړي.
د اسلامي امارت زعیم له قاضیانو وغوښتل چې خپلې تجربې په لیکلې بڼه وړاندې کړي، د نوي نسل روزنه وکړي او د نظام د پیاوړتیا لپاره یو موټی پاتې شي.
په دې سیمینار کې د سترې محکمې رئیس او معاونین، د نظامي او مدني محکمې مسؤلین، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر، د علومو اکاډمۍ او دارالافتا رئیسان، د ولایتونو او ولسوالیو قاضیان او ګڼ شمېر نورو قضایي مسؤلینو حضار درلود.

مربوطه مطالب

Back to top button