د غزې جګړه؛ د سرایة القدس برید کې صهیونیستي پوځیانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د فلسطیني مقاومت ډلې “سرایة القدس” اعلان کړی چې ځواکونو یې د صهیونیستي رژیم پر پوځیانو له صفري نقطې بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې اشغالګرو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

سرچینې وایي، دا نښته تېر ماښام رامنځته شوې چې پکې مجاهدینو له لنډ واټنه بریدونه ترسره کړي دي. د سرایا القدس مجاهدین زیاتوي، چې دا عملیات د یوې سنجول شوې کمین په ترڅ کې شوي، او اشغالګرو ته یې ستر زیان اړولی ده.

په ورته مهال، د صهیونیستي پوځ یوې سرچینې اسرائيلي رسنیو ته ویلي، چې د غزې له جبهې ګڼ شمېر ټپیان او وژل شوي عسکر د الوتکو په وسیله روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دغه تازه پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د غزې جګړه ورځ تر بلې خونړۍ بڼه خپلوي، او مقاومتي ډلو د اشغالګرو پر ضد چریکي بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راوستی ده.

مربوطه مطالب

Back to top button