په اندونیزیا کې د مسافر وړونکې کښتۍ ډوبېدو پېښه؛ ۴ مړه او ۳۲ لادرکه دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۴۰۴):

د اندونیزیا د بالي ټاپو ته نېږدې یوه مسافر وړونکې کښتۍ ډوبه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه څلور کسان مړه شوي او ۳۲ نور تر اوسه لا درکه دي. دغه کښتۍ چې ۶۵ تنه پکې سپاره وو، د ختیځ جاوا له بانیوووانګي بندر څخه د حرکت پر مهال د کیتاپنګ ساحل ته نېږدې له سختو سمندري طوفانونو سره مخ شوه او ډوبه شوه.

چارواکي وایي، تر اوسه ۲۹ تنه ژغورل شوي، خو ډېر یې بې‌هوښه موندل شوي، ځکه چې څو ساعته یې په اوبو کې تېر کړي وو.

 د اندونیزیا د ژغورنې ادارې په وینا، د لټون لپاره نهه ژغورنیزې بېړۍ کار کوي او د سهار له خوا د هوا ښه کېدو د عملیاتو سرعت زیات کړی دی.

ولسمشر پرابووو سوبيانتو چې دا مهال په سعودي عربستان کې دی، د عاجل غبرګون امر ورکړی او پېښه یې د خرابې هوا پایله بللې ده.

اندونیزیا، چې له زرګونو ټاپوګانو جوړه ده، ډېر ځله له ورته پېښو سره مخ کېږي چې لامل یې کمزوري خوندیتوب تدابیر بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button