امنیتي ځواکونو تخار کې نږدې شپږ زره کیلوګرامه تریاک نیولي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۴۰۴):

د تخار ولایت امنیتي ځواکونو نږدې ۶زره کیلوګرامه تریاک کشف او ضبط کړي دي.

د تخار امنیه قوماندانۍ د عامه اړیکو دفتر په وینا، دا مخدره توکي په دوو د تېلو ټانکرونو کې پټ کړل شوي وو چې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ونیول شول.

خبرپاڼه زیاتوي، د عملیاتو پر مهال دوه تنه هم نیول شوي، چې دواړه د هلمند ولایت اصلي اوسېدونکي دي.

نیول شوي کسان د لومړنیو تحقیقاتو لپاره د اړوندو ارګانونو له لوري تر څېړنو لاندې نیول شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي، چې له نشه‌یي توکو سره مبارزه یې له جدي اولویتونو څخه ده او دا ډول عملیات به لا هم دوام ومومي.

مربوطه مطالب

Back to top button