د غزې کورنیو چارو وزارت: د اربکیانو مشر یاسر ابو شباب دې لسو ورځو کې تسلیم شي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د غزې د کورنیو چارو وزارت “یاسر ابو شباب” چې د اربکیانو مشر او د اسرائیلي رژیم لپاره یو خدمتګار بلل شوی، لس ورځې وخت ورکړی شوی ترڅو ځان تسلیم کړي.
وزارت ویلي، که نوموړی په ټاکل شوې موده کې تسلیم نه شي، نو د هغه پر ضد به جدي قضایي او امنیتي اقدامات وشي.
یاسر ابو شباب د هغو کسانو له ډلې شمېرل کېږي چې د غزې په ساحه کې د اشغالګرو د ګټو لپاره فعالیت کوي، او تورن دی چې د اشغالګرو لپاره یې د فلسطیني مقاومت پر ضد استخباراتي او امنیتي خدمات ترسره کړي دي.
د غزې د چارواکو په وینا، دا ګام د قانون حاکمیت، د خلکو د امنیت خونديتابه، او د خاینانو د سزا لپاره اخیستل شوی دی.



