اذربایجان: له افغانستان سره اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۴۰۴):

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ډاکټر محمد نعیم د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د یوه لوړپوړي پلاوي په ترکیب کې د اذربایجان سفر پر مهال د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال النور محمدوف سره لیدلي دي.

د دې لیدنې پر مهال دواړو لوریو د دوه‌اړخیزو همکاریو ترڅنګ، د سرتاسري امنیت، د مخدره موادو پر ضد مبارزې، او د اداري فساد د له‌منځه وړلو په برخه کې د افغانستان پر هڅو خبرې کړي. ښاغلي محمدوف د اسلامي امارت یادو هڅو ستاینه کړې او ويلي یې دي چې اذربایجان له افغانستان سره اړیکو ته ځانګړی ارزښت ورکوي.

په مقابل کې، ډاکټر محمد نعیم د دواړو هېوادونو اړیکې تاریخي وبللې او ټینګار یې وکړ چې دا اړیکې باید د متقابلو ګټو پر بنسټ لا پراخې او پیاوړې شي. دواړو خواوو د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د همکارۍ پر لا زیاتوالي ټینګار وکړ.

مربوطه مطالب

Back to top button