بهرنيو چارو وزارت: روسیې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژاند

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۴۰۴):

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، چې د روسیې فدراسیون سفیر ښاغلي دیمیتري ژیرنوف د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره د لیدنې پر مهال د روسيې حکومت دا پرېکړه رسماً ابلاغ کړه چې پر بنسټ یې مسکو د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت پېژني.

روسي سفیر دغه اقدام یو تاریخي ګام وباله او ویې ویل، چې دا پرېکړه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهمه وده رامنځته کړي.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د روسیې د فدراسیون له دې پرېکړې هرکلی وکړ او ویې ویل، چې دا اقدام د مثبتو اړیکو، متقابل درناوي او رغنده تعامل یوه نوې مرحله ده.

نوموړي زیاته کړه چې دا به د دواړو هېوادونو د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراخېدو سبب شي او نورو هېوادونو ته به هم د ورته اقدام لپاره ښه بېلګه وي.

مربوطه مطالب

Back to top button