د افغانستان اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې پیل؛ روسیې افغان حکومت په رسمیت وپېژانده

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
کابل کې د روسیې سفارت یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې د روسیې هېواد له لوري د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژندل شو.

یادې سرچینې ویلي، چې ښايي د دې لوی اقدام رسمي اعلان سبا ورځ وشي.

د یادونې وړ ده، چې روسیه لومړنی هېواد شو، چې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت پېژني.

مربوطه مطالب

Back to top button