(کابل ټکی کام، جمعه، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۴):
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، که اړتیا پېښه شي، دی چمتو دی چې له ايراني چارواکو سره مخامخ خبرې وکړي.
ټرمپ په هوايي اډه «اندروز» کې خبریالانو ته وويل، «ایران غواړي خبرې وکړي، زه فکر کوم دوی غواړي له ما سره وګوري، او که اړتیا وي، زه دا کار کوم.»
نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې چې راپورونه وايي، امريکا غواړي راتلونکې اوونۍ په اسلو کې له ایراني چارواکو سره سلا مشورې وکړي.
ټرمپ زياته کړې چې د ده ځانګړی استازی، استیو ویتکاف، په دې مذاکراتو بوخت دی او «ډېر ښه کار» کوي.
ټرمپ ادعا وکړه چې امریکا نه غواړي ایران ته زیان ورسوي، بلکې ایران له مخکې ډېر کمزوری شوی دی.
هغه همدارنګه څرګنده کړه چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره يې اوږده تلیفوني خبرې کړې، خو د اوکراین د جګړې په اړه کوم پرمختګ نه دی شوی.


















