راپورتاژ: وحيد افغان
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ «حماس» یوه لوړپوړي چارواکي د «العربي الجديد» سره په خبرو کې ویلي، چې اوس د اسراییلو د حکومت موافقې ته په تمه دي، څو په غزه کې د اوربند په اړه وړاندې شوی وړاندیز عملي شي.
چارواکي زیاته کړې چې حماس په وړاندیز شوې مسوده کې تعدیلات راوستي، چې په دې کې ژر تر ژره د جګړې ختمولو لپاره د خبرو ضمانتونه، د مرستو د ننوتلو او وېش څرنګوالی، او د اسراییلي ځواکونو د انخلا دقیقې نقشې شاملې دي.
له بلې خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حماس د مثبت ځواب هرکلی کړی او دا یې «ښه خبر» بللی. هغه له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې کېدای شي د غزې په اړه په څو ورځو کې توافق وشي، خو ټینګار یې کړی چې تر اوسه د حماس د ځواب جزئیات ورته نه دي وړاندې شوي. ټرمپ زیاته کړې: «موږ باید د غزې په اړه څه وکړو، موږ ډېرې مرستې استوو، او دا کار باید پای ته ورسوو.»
په تازه پرمختګونو کې حماس اعلان کړی چې له خپلو داخلي مشورو او له نورو فلسطیني ډلو سره تر سلا مشورو وروسته يې خپل مثبت ځواب منځګړو ته سپارلی دی.
په دې ځواب کې د یوې داسې موافقې لپاره د سمدستي خبرو اترو چمتوالی ښودل شوی چې د فلسطیني ولس غوښتنې پوره او د غزې پر وړاندې روان بریدونه ودروي.
خو سره له دې، د «سي اېن اېن» د راپور له مخې، څلور مهمې شخړې لا هم د توافق په لاره کې خنډ ګرځېدلي دي:
د مرستو د داخلېدو میکانیزم:
حماس پر بې طرفه او انساني پروتوکولونو ټینګار کوي او د امریکا ـ اسراییلو ګډ وېش میکانیزم ردوي.
د انخلا نقشې:
حماس د ۱۹ جنورۍ د توافق په اساس د بشپړ انخلا (اشغالګرو وتلو) غوښتنه کوي، خو اسراییل یوازې تر «موراج محور» پورې جزوي انخلا منلې او په غزه کې د ۱.۲ کیلومتره امنیتي پټۍ ساتل غواړي.
د اوربند ضمانتونه:
حماس غواړي داسې پراخ ضمانتونه وړاندې شي چې د جګړې بیا پیل کېدو مخه ونیسي او اوږدمهاله اوربند یقیني شي.
د جګړې بشپړ ختمولو لپاره واضح میکانیزم:
حماس په یوه شفاف او بشپړې طرحې ټینګار کوي چې د جګړې رسمي پای اعلان او اشغالګرو ځواکونو بشپړ شاتګ تضمین کړي.
بل لور ته، اسراییلي سرچینو ویلي چې د حماس ځواب تر ډېره د دوی د توقع مطابق دی او کېدای شي دا بدلونونه د اوربند د خبرو اترو په مخ کې خنډ نشي. راپورونه ښيي چې ممکن په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د اسراییلو مذاکراتي پلاوی دوحې ته سفر وکړي.
ټرمپ بیا، سره له دې چې لا تراوسه په ټولو جزئیاتو نه دی خبر، خو هیله يې څرګنده کړې چې راتلونکې اونۍ کې به د غزې د جګړې د ختمېدو تړون وشي.
په ورته وخت کې، د اوربند طرحه کې د بندیانو تبادله هم شامله ده چې له مخې یې حماس لومړۍ ورځ ۸ ژوندي یرغمل خوشي کوي، او اسراییل ځینې فلسطیني بندیان ازادوي. د بشپړې نقشې پر اساس به د یرغملو او وژل شویو کسانو تبادلې، او د اسراییلي ځواکونو تدریجي انخلا، په مرحلو کې ترسره شي.