د قسام قوماندان عزیزالدین الحداد پر صهیونیستي پوځیانو د پرېکنده عملیاتو امر وکړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لوا یو مخکښ قوماندان عزیزالدین الحداد خپلو ځانګړو قطعو ته امر کړی، چې د صهیونیستي پوځ پر ضد پرېکنده عملیات پیل کړي.

نوموړي ویلي، د مقاومت لیکې غښتلی دي، پر غزې بشپړه ولکه لري او هره ورځ د اشغالګر دښمن پر پوستو او کاروانونو ځپونکي بریدونه کوي.

د قسام نظامي سرچینو ویلي، دا عملیات به د غزې له بېلابېلو سیمو هممهاله پيل شي او د دښمن په لیکو کې به ګډوډي رامنځته کړي.

سرچینې زیاتوي، د الحداد د هدایت پر اساس به په راتلونکو بریدونو کې د پرمختللو وسلو او ځانګړو تاکتیکونو څخه کار واخیستل شي.

شنونکي باور لري چې د قسام دا پرېکنده دریځ ښيي چې د مقاومت جبهه لا هم قوي ده او هڅه کوي د خبرو اترو پر میز ډېر امتیازات تر لاسه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button