ټرمپ: له نتانیاهو سره د ایران پر دوامدار توافق خبرې کوم

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۴):
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هېواد یې له اسرائيلي رژيم سره پر ګڼو مسایلو کار کوي او ښايي له ایران سره د یوه دوامدار توافق احتمال هم وي. ټاکل شوې چې نوموړی نن د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په سپینه ماڼۍ کې وویني.
ولسمشر ټرمپ همداراز هیله څرګنده کړه، چې ممکن د روانې اوونۍ په اوږدو کې له حماس سره توافق وشي او یو شمېر بندیان له غزې څخه ازاد شي. حماس څو ورځې وړاندې ویلي و، چې د منځګړو هېوادونو د اوربند وړاندیز ته یې مثبت غبرګون ښودلی دی.
نوموړي د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره خپله خبرې اترې “ښه” بللې، خو ویلي یې دي چې له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې خبرې ناهیلې کوونکې وې. هغه دا هم وویل چې اوکراین سره ډېره مرسته کوي، خو د ایلان ماسک د نوې ګوندي هڅې یې “مسخره” وبلله.



