کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د غزې په روانه جګړه کې د صهیونیستي پوځیانو مرګ ژوبله ورځ تر بلې زیاتېږي. د سیمهییزو او نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، یوازې په تېرو څو ورځو کې لسګونه اسرائيلي پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.
د مقاومت ډلو لخوا د پرمختللو تاکتیکونو، سړک غاړې ماینونو، کمینونو او توغندیزو بریدونو له امله د صهیونیستي پوځ لیکې کمزورې شوې دي. د القسام او سرایةالقدس په ګډون مقاومتي ډلو د (جهنم دروازې) په نامه د اشغالګرو پر ضد پراخ او ځپونکي عملیات پیل کړي دي.
د اسرائيلي رسنیو د خبر له مخې، د وژل شویو پوځیانو شمېر د جګړې له پیل راهیسې په بېسارې کچې زیات شوي، او د جګړې دوام د اسرائیلي ټولنې دننه انتقادونه او اندېښنې هم ډېرې کړي دي.


















