کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د اسراییل پوځ د دوشنبې په سهار ویلي، د یمن د حدیده بندر په ګډون یې درې بندرونه او پر یوې پوځي کارخونې چې د یمني ځواکونو اړوند دي، بریدونه کړي دي.
رویټرز خبري اژانس وايي، دا نږدې له یوه میاشت وروسته پر یمن د اسراييل لومړنی ستر برید ګڼل کېږي.
اسراييلي پوځ زیاته کړه چې دغه بریدونه پر الحدیده، راس عیسی او الصلیف بندرونو او پر راس قنطب کې پر یوې پوځي اډې ترسره شوي دي.


















