خلیل‌زاد: ایران دې افغان کډوال په مدني او آبرومندانه توګه بېرته واستوي

(کابل ټکی کام، چهارشنبه، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴):

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد پر ایران غږ کړی چې افغان کډوال دې په «مدني او آبرومندانه» ډول بېرته خپل هېواد ته واستوي.

ښاغلي خلیل‌زاد په خپل یوه تازه ټويټ کې ویلي، هغه راپورونه ترلاسه کړي چې له ایران څخه ایستل شوي افغان کډوال په هرات کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي ټینګار کړی چې د دې وضعیت د ښه کېدو لپاره یوه اغېزمنه لار دا ده چې د کډوالو د ایستلو بهیر ورو شي او له ملي او نړیوالو مرستندویو ادارو سره لازمې همغږي وشي.

خلیل‌زاد زیاته کړې چې ډېری ایستل شوي کډوال په افغانستان کې د اوسېدو مناسب ځای نه لري او دغه هېواد، چې له جګړې وروسته د بې‌وزلۍ له جدي ستونزې سره مخ دی، د دې ډېرو راستنېدونکو منل او جذب په لنډ مهال کې نه شي کولی.

مربوطه مطالب

Back to top button