د یوه وژل شوي سرتيري د پيداکېدو په هڅه کې ۱۲ نورو پوځيانو خپل ژوند له لاسه ورکړ

(کابل ټکی کام، چهارشنبه، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴):

د ترکيې دفاع وزارت ویلي چې د دغه هېواد ۱۲ پوځيان د مېتان ګاز له کبله په غار کې د ساه بندېدو له امله مړه شوي دي.

خبر زیاتوي چې دا پېښه تېره یک‌شنبه د عراق په شمال کې هغه مهال شوې، کله چې ۱۹ پوځيان د خپل یوه وژل شوي ملګري د جسد د موندلو لپاره په غار کې داخل شوي وو خو له امله يې ۱۲ تنو ژوند له لاسه ورکړ.

یاد سرتېرى په ۲۰۲۲ کال کې د جګړې پر مهال وژل شوی و.

د راپور له مخې، ټول پوځيان ژر تر ژره روغتون ته وړل شوي، خو پنځه تنه په لار کې مړه شوي او پاتې اوو تنو بیا پرون (دوشنبه) په روغتون کې د ګازو له زهرجنېدو مړه شوي دي.

چارواکو ویلي، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button