پر اسرائیلو د یمن بریدونه؛ تل ابیب او ایلات کې پوځي اهداف په نښه شوي

(کابل ټکی کام پنجشنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

یمني ځواکونو یو ځل بیا پر صهیونیستي رژیم پوځي بریدونه ترسره کړي دي. د یمني پوځ نظامي ویاند اعلان کړی، چې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پر مټ یې د اسرائیلو دننه مهم پوځي اهداف په نښه کړي دي.

د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې د اشغالي فلسطین په جنوب کې ایلات بندر، د ختیځ کې اشکلون فابریکه، او د تل ابیب بن ګوریون هوایي ډګر ویشتلي دي.

د یمن پوځ وایي، بریدونه یې دقیق و، او هدفونه یې مستقیم ویشتلي دي.
د ویلو ده، چې اسرائیلي رسنیو د بریدونه پخلی کړی او په خبره یې لا هم بریدونه روان دي.

مربوطه مطالب

Back to top button