(کابل ټکی کام، پنجشنبه، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴):
د ایران لپاره د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د اسلامي امارت د زعیم شیخالحدیث هبتالله اخندزاده د ځانګړي هدایت پر بنسټ، په دغه هېواد کې مېشت افغان وګړي اوس کولی شي چې د افغاني پاسپورټ لپاره یوازې ۵۰ ډالر ورکړي.
سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې پرېکړې هدف د ایران مېشتو افغانانو اقتصادي ستونزو ته رسیدنه او د هغوی له حالته درک دی.
تر دې وړاندې د افغاني پاسپورټ بیه ۱۲۰ ډالر وه، چې له دې وروسته به یاد خدمت په ۵۰ ډالرو وړاندې کېږي.
دا اقدام په داسې مهال شوی چې په وروستیو اوونیو کې له ایرانه د افغان کډوالو د جبري او اختیاري راستنېدنې لړۍ بېسارې چټکه شوې ده. افغان چارواکي وايي، هڅه کوي چې راستنېدونکو ته اسانتیاوې برابرې کړي او د هېواد بهر مېشتو افغانانو ته قانوني اسناد په اسانه توګه ورسوي.


















