(کابل ټکی کام چهارشنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ حماس اعلان کړی، چې د غزې جګړې د پای ته رسولو او د اوربند د رامنځته کېدو لپاره یې د ۱۰ تنه اسرائیلي اسیرانو د خوشې کولو پر یوه توافق هوکړه کړې ده.
حماس په خپله رسمي اعلامیه کې ویلي:
> «د غورځنګ مشران د روانو مذاکراتو د بریالیتوب لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي، څو داسې هر اړخیزه پرېکړه وشي چې د ملت پر وړاندې مو جګړه پای ته ورسوي، بشري مرستو ته لاره هواره او په غزه کې د مخ پر زیاتېدونکي رنځ کچه راټیټه کړي.»
اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې که څه هم یو لړ ابتدایي توافقات شوي، خو لا هم مهم موضوعات پاتې دي چې خبرې پرې روانې دي.
په دغو موضوعاتو کې د بشري مرستو دوام، له غزې څخه د اشغالګرو بشپړ وتل، او د یو تلپاتې اوربند لپاره ریښتیني تضمینونه شامل دي.
د حماس دا اعلان په داسې حال کې شوی، چې د قطر، مصر او نورو منځګړو هېوادونو په همغږۍ د اوربند هڅې روانې دي، خو د اسراییلي لوري د ځنډ او اختلافونو له امله لا هم هر اړخیز پرمختګ نه دی شوی.


















