میرویس عزیزي: له ايرانه د افغانانو جبري ایستل خواشینوونکي دي، ۱ میلیارد افغانۍ بیړنۍ مرسته کوم

(کابل ټکی کام، پنجشنبه، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴):

د عزیزي ګروپ عمومي رییس ښاغلي میرویس عزیزي له ایران څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو او د هغوی د ناوړه بشري وضعیت په اړه ژور خپګان او اندېښنه څرګنده کړې.

نوموړي ویلي، چې د دې انساني فاجعې د مخنیوي لپاره ملي او نړیوالو ادارو ته پکار ده چې جدي او بېړنۍ پاملرنه وکړي.

ښاغلي عزیزي اعلان کړی چې د عزیزي بنسټ له‌خوا به یو میلیارد افغانۍ د بیړنیو بشري مرستو لپاره ځانګړې شي، څو هغو هېوادوالو ته ورسېږي چې له کلونو مهاجرت وروسته په سختو شرایطو کې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

نوموړي د عزيزي بنسټ همکارانو ته سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره هرات ته سفر وکړي او د مرستو د رسولو اړوند عملي ګامونه پورته کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button