(کابل ټکی کام، پنجشنبه، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴):
د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ اړوند پولیسو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې د نشهيي توکو د قاچاق یوه ستره هڅه شنډه کړې ده.
د راپورونو له مخې، د جرم ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ۳۵۴ کیلو ګرامه چرسو او تریاکو د قاچاق په تړاو څلور تنه نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې نیول شوي کسان دا مهال تر لومړنیو څېړنو لاندې دي، او ټاکل شوې ده چې ډېر ژر عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
د سیمهییزو چارواکو په وینا، د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه د نشهيي توکو پر ضد مبارزه کې خپل فعالیتونه لا ګړندي کړي، او دا ډول عملیات به همداسې دوام ولري.


















