غزه کې صهیونیستي پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د فلسطیني مقاومت ځواکونو د غزې په شمالي سیمه بیت حانون کې د ماین چاودنو او مخامخ بریدونو په ترڅ کې د صهیونیستي پوځیانو کاروان په نښه کړی، چې له امله یې لږ تر لږه ۴ اسرائیلي عسکر وژل شوي او ۸ تنه نور ژوبل شوي دي.

د فلسطیني مقاومت سرچینو ویلي، چې عملیات د دقیقې استخباراتي همغږۍ له مخې ترسره شول او دښمن ته یې درانه تلفات واړول. په عین حال کې، د اسرائیلي پوځ سرچینو هم دغه مرګ‌ژوبله تأیید کړې ده.

اسرائیلي رسنیو د دې پېښې په اړه ویلي، چې دا ډول بریدونه ښيي، چې پر غزې لا هم د مقاومت ځواکونه ولکه لري او کولی شي هر ځای او هر وخت مرګوني بریدونه ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې غزه کې بشري وضعیت ورځ تر بلې بحراني کېږي، او د اوربند لپاره د قطر په منځګړیتوب مذاکرات لا هم روان دي؛ خو تر اوسه کومه څرګنده پایله نه لري.

د یادونې وړ ده چې اسرائیلي پوځ ته نږدې رسنۍ خبر ورکوي، چې غزه کې د جګړې د پیل راهیسې ۸۹۲ صهیونیستي پوځیان وژل شوي؛ خو د مقاومت سرچینې او خپلواکې رسنۍ د اسرائیلي پوځیانو مرګ ژوبله تر هغه څو چنده ډیره ښيي ،چې اسرائیلي ریژیم منلی ده.

مربوطه مطالب

Back to top button