(کابل ټکی کام، جمعه، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۴):
د تهران لوېدیځه سیمه کې د چتګر جھیل ته څېرمه، د «جوډیشري ټاور» په نوم یوې لوړ منزله ودانۍ کې زوروره چاودنه شوې ده، چې له امله یې شاوخوا ودانۍ هم لړزیدلي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه ودانۍ د ایران له وسلهوالو ځواکونو سره تړاو لري، او ویل کېږي چې په دې پېښه کې د ایران د پوځ مشر (چیف آف سټاف) جنرال عبدالرحیم موسوي وژل شوی دی. دا د ایران د پوځ څلورم لوړپوړی جنرال دی چې په وروستیو پېښو کې له منځه ځي.
ایراني سرچینې وايي، چې د چاودنې له امله د یادې ودانۍ یو اپارتمان سخت زیانمن شوی، کوم چې د ایران د وسلهوالو ځواکونو اړوند بلل شوی دی.
تر اوسه د چاودنې کره علت نه دی تایید شوی، خو ځینې سرچینې دا یو ممکنه ډرون برید ګڼي. په داسې حال کې چې ځینې ایراني رسنۍ بیا دا چاودنه د ګازو د لیک له امله ګڼي.
تر دې دمه، د ایران چارواکو نه د برید نوعیت تایید کړی او نه رد، خو څارونکي وايي چې دا پېښه د ایران د نظامي ادارو لپاره یو جدي ګواڅ بلل کېدای شي.
په ورته وخت کې، په یوه ویډیويي پیغام کې یوه خبریال د ایران د رژیم دا ادعا رد کړې چې دغه چاودنه د ګازو د لیک له امله شوې. نوموړی خبریال ټینګار کوي چې په یادې ودانۍ د اسرائيلي توغندي برید شوی او دا پېښه تصادفي نه وه، بلکې هدفي برید و.















