(کابل ټکی کام، يکشنبه، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴):
د ملي دفاع وزارت اړوند د ۲۰۹ الفتح قول اردو له تعلیمي مرکز څخه ۸۰۰ تنه ځوان منسوبین، چې درې میاشتنی نظامي، تکتیکي او عقیدتي روزنیز پروګرام یې بشپړ کړی و، په رسمي مراسمو کې فارغ شول.
په دې فراغتي مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د تعلیم او تربیې رئیس شیخ داد محمد “محمدي”، د ۲۰۹ الفتح قول اردو مرستیال ملا عبدالوکیل “منیب”، د بلخ د علماوو شورا رئیس شیخ عبدالجلیل “شهیدخیل”، د شمال زون ګڼ شمېر علماء کرامو او منسوبینو ګډون کړی و.
مسؤولینو په خپلو خبرو کې فارغانو ته د هغوی هڅې وستایلې او د هېواد د دفاع په برخه کې یې د لا زیاتې ژمنتیا غوښتنه وکړه. هغوی منسوبینو ته د خلکو خدمت او د ورسپارل شوو دندو په سمه توګه ترسره کولو سپارښتنې هم وکړې او د بریالیتوب هیله یې څرګنده کړه.
یادونه باید وشي چې دا د ۲۰۹ الفتح قول اردو د تعلیمي مرکز اتمه دوره ده، چې له مخې یې ځوان منسوبین په بریالیتوب سره نظامي، تکتیکي او عقیدتي زده کړې ترلاسه کوي او د هېواد دفاع ته چمتو کېږي. مراسم د تصدیقنامو په وېش سره پای ته ورسېدل.


















