سوریه کې د حکومتي ځواکونو او وسله‌والو نښتې؛ ګڼ پوځیان نیول شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د سوریې په جنوبي سویدا ولایت کې د حکومتي ځواکونو او وسله‌والو ډلو ترمنځ سختې نښتې روانې دي. ځایي سرچینې وایي، جګړه نن سهار وختي پیل شوې او لا هم روانه ده.

راپورونه وایي چې د نښتو پر مهال وسله‌والو کسانو د سوریې ګڼ شمېر حکومتي سرتېري ژوندي نیولي دي. د نیول شویو سرتېرو دقیق شمېر نه دی تائید شوی، خو ځایي رسنیو د لږ تر لږه ۱۵ تنو د نیولو خبر ورکړی دی.

سرچینې زیاتوي چې وسله‌والو د ځینو سرتېرو وسلې هم ترلاسه کړې دي. د حکومت دفاع وزارت ویلي، چې سیمې ته یې نوي پوځیان لیږلي دي.

یاده دې وي چې سویدا ولایت د سوریې په جنوبي برخه کې موقعیت لري او تر ډېره پکې د درزي مذهبي فرقې وګړي مېشت دي، چې وخت ناوخت د حکومت پر ضد مظاهرې او وسلوال بریدونه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button