د پښتو ولسي شاعر مطیع الله تراب مړينه؛ نوموړی د ننګرهار پلرني ټاټوبي ته د جنازې لپاره انتقالېږي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د خوست ولایت مقام مطبوعاتي دفتر تایید کړې چې د پښتو ژبې وتلی شاعر مطیع الله تراب د زړه د حملې له امله د خوست په ولایتي روغتون کې وفات شوی دی. د دغه ولایت ویاند مستغفر ګربز د نوموړي مړینه تایید کړې او ویلي یې دي چې تراب صیب پرون شپه له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

مطیع الله تراب د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د کاله خېلو کلي اوسېدونکی و، خو دا مهال یې په خوست ولایت کې ژوند کاوه. نوموړی د “سپین بغاوت” تر عنوان لاندې د شعري ټولګې له امله پیژندل شوی و او د ولسي شاعر په توګه یې ځانګړی شهرت درلود.

ټاکل شوې چې د تراب جنازه نن (سه‌شنبه) د هغه په پلرني ټاټوبي ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شي.

د ټولنیزو رسنیو ګڼو فعالانو د نوموړي مړینه د فرهنګي ډګر لپاره یوه لویه ضایعه بللې او پر مړینه یې ژوره خواشیني ښودلې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button