کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د اسرائيلي ورځپاڼې «هآرتس» د راپور له مخې، د ۲۰۲۵م کال له پیل راهیسې تر اوسه لږ تر لږه ۱۵ اسرائيلي سرتېرو ځان وژنه کړې ده، چې دا شمېر د تېرو کلونو په پرتله لوړ ښودل شوی دی.
راپور زیاتوي، تېر کال (۲۰۲۴م) کې ۲۱ سرتېرو د خدمت پر مهال ځان وژنه کړې وه، خو سږکال لا هم دا لړۍ دوام لري.
د هآرتس د معلوماتو له مخې، اکثریت هغه سرتېري چې ځان وژنه یې کړې، د احتیاطي ځواکونو غړي وو، چې د غزې پر وړاندې د روانې جګړې پر مهال په فعاله دنده بوخت وو.
راپور کې همداراز ویل شوي، ډېری دغه سرتېري له سختو جګړو سره مخ شوي وو، چې له امله یې سخت رواني فشارونه ورباندې راغلي او پایله کې یې ځانوژنې ته لاس اچولی دی.
یاده دې وي چې د روانې جګړې له پیل راهیسې د اسرائيلي پوځ پر سرتېرو رواني فشارونه زیات شوي، چې په وار وار یې د پوځ له لوري هم پخلی شوی دی.


















