غزه؛ د مقاومت د تیرې شپې بریدونو کې یو صهیونیستي قوماندان وژل شوی

کابل ټکی کام ( چهارشنبه، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ل)

د فلسطیني مقاومت ډلو د غزې په بېلابېلو سیمو کې د صهیونیستي پوځ پر ضد خپلو ځپونکو عملیاتو ته دوام ورکړی، چې په پایله کې یې د تیره شپه یو لوړپوړی اسرائیلي قوماندان وژل شوی دی.

سرچینې وایي، دغه قوماندان د مقاومت د یو دقیق برید هدف ګرځېدلی او د خپلې ډلې له یو شمېر نورو سرتېرو سره یو ځای ووژل شوی دی.

د مقاومت سرچینو ویلي، چې دا عملیات د غزې د محاصرې، بمبار، او د ملکي تلفاتو د غچ اخیستو په موخه پیل شوي او هڅه کوي د صهیونیستي اشغالګر-ترهګر پوځ د قوماندې لیکې ماتې کړي.

صهیونیستي رسنیو د قوماندان وژل کېدل تائید کړي؛ خو نور جزئیات یئ نه دي خپاره کړي.

باید وویل شي، چې د تېرو څو اوونیو راهیسې د غزې تړانګې بېلا بېلو برخو کې د مقاومت عملیات په شدت سره روان دي او نږدې هره ورځ ګڼو صهیونیستي پوځیانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

مربوطه مطالب

Back to top button