(کابل ټکی کام، چهارشنبه، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴):
د ریاستالوزراء د دفتر لوی رئیس ډاکټر عبدالواسع د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په پروګرام کې ویلي، چې سرپرست حکومت هغه مهال واک ته ورسېد، چې هېواد له ګڼو امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ و، خو اوس په بېلابېلو برخو کې ګڼ پرمختګونه شوي دي.
ډاکټر عبدالواسع زیاته کړه چې د حکومت د رهبرۍ، مسؤلینو د ژمنتیا او اخلاص له برکته د شته امکاناتو څخه په اغېزمنه توګه ګټه اخیستل شوې او په هېواد کې مثبت بدلونونه او اصلاحات رامنځته شوي دي. د هغه په وینا، اوس ادارې په مرکز او ولایتونو کې خپلې چارې په منظم ډول مخ ته وړي، اړمنو ته خدمتونه وړاندې کوي او شفافیت ورځ تر بلې پیاوړی کېږي.
د حکومت د رسنیو د مرکز په وینا، په دې پروګرام کې شاوخوا ۴۵ وزارتونه او مستقلې ادارې خپل کلني راپورونه او لاسته راوړنې له ولس او رسنیو سره شریکوي، چې دغه لړۍ به یوه میاشت دوام وکړي. موخه دا ده چې خلک له نظام سره لا ښه بلد شي او د چارواکو کړنې په شفاف ډول له ولس سره شریکې شي.


















