کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د سوریې پخواني ولسمشر “بشارالاسد” په دغه هېواد د صهیونیستي ريژیم یرغل ته سخت غبرګون ښودلی او ادعا یې کړې، چې صهیونیستي ريژیم د سوریې د نیولو هڅه کوي.
نوموړي په خپله ایکس پاڼه لیکلي: صهیونیستان یوازې د خپلو جاسوسانو د ملاتړ یا د سوریې د “غیر مشروع حکومت” د پوځیانو د پرمختګ د درولو لپاره مداخله نه ده کړې، بلکې هدف یې د سوریې نیول دي.
نوموړي زیاته کړې: د سوریې په ټولو قبیلو او سیاستوالو غږ کړی، چې باید هوښیار وي، داخلي فتنهګرو ته ځای ورنه کړي او د دښمن دا توطئه ناکامه کړي.


















