سرایة القدس: د غزې شمال کې درې صهیونیستي ټانکونه ویجاړ شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ پوځي څانګې «سرایة القدس» اعلان کړی، چې د غزې په شمال کې یې د اشغالګرو صهیونیستي پوځیانو درې ټانکونه په نښه کړي او بشپړه توګه یې له منځه وړي دي.

سرچینې زیاتوي، چې دغه عملیات د کمین له لارې ترسره شوي، او دښمن ته پکې د پام وړ ځاني زیانونه اوښتي دي.

د سرایة القدس ځواکونو ویلي، چې د اشغالګرو د پرمختګ د مخنیوي لپاره به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي او غزه به هېڅکله یواځې پرېنږدي.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د مقاومت ډلې د صهیونیستي یرغلګرو پر ضد خپلې دفاعي هڅې چټکې کړې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button