د سوریې جګړه؛ په سوېدا ولایت حکومت ملاتړو وسله‌والو بشپړ کنټرول ترلاسه کړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

سیمه‌ییزې سرچینې راپور ورکوي، چې د سوریې په سوېدا ولایت کې د “احمد الشرع” په مشرۍ حکومت ملاتړو وسله‌والو ډلو بشپړ پوځي او اداري کنټرول ترلاسه کړی دی.

راپورونه وايي، چې د څو ورځو شدیدو نښتو وروسته یادې وسله‌والې ډلې توانېدلي، چې یاغي ځواکونه په شا وتمبوي او مهم ادارې، پوځي او امنیتي مرکزونه تر خپلې ولکې لاندې راولي.

د تازه راپورونو له مخې، په سوېدا ولایت کې د “دُروزي” وسله والو نفوذ له منځه تللی او ځای یې د الشرع په مشرۍ حکومت ملاتړو وسله‌والو ډلو نیولی دی.

که څه هم په سیمه کې نسبي ارامي راغلې، خو ګڼو اوسېدونکو د ممکنه نیونو او امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله اندېښنه ښودلې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button