ابو عبيده: د مقاومت ستراتيژي دښمن ته تلفات اړول او د صهيونيستي اشغالګرو ژوندي نیول دي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د حماس.اسلامي غورځنګ د نظامي څانګې “کتائب القسام” ویاند ابو عبیده له څلورو میاشتو چوپتیا وروسته، نن په یوه ویډیويي پیغام کې را څرګند شو.

نوموړي وویل، له هغه وروسته چې اسراییلي رژیم د مقاومت له تړونونو سرغړونه وکړه، جګړې بیا زور اخیستی. د هغه په وینا، په تېرو میاشتو کې سلګونه اسراییلي عسکر وژل شوي یا ټپیان شوي، او زرګونه نور له رواني صدمو سره مخ دي.

ابو عبیده د غزې مقاومت د نړۍ تر ټولو پیاوړی ولسي مقاومت وباله، او ویې ویل چې د دوی جنګیالي د اوږدې جګړې لپاره بشپړ تیار دي.

نوموړي وویل، د مقاومت ستراتیژي دښمن ته درانه تلفات اړول، ځانګړي عملیات، او د عسکرو نیول دي. ده وویل که اسراییل جګړې ته دوام ورکړي، نو د خپلو عسکرو د جنازو لید ته دې هم چمتو وي.

هغه له عربي او اسلامي هېوادونو، او د نړۍ له ازادو انسانانو وغوښتل چې د فلسطیني ولس سره کيدونکي وحشت پر وړاندې چوپ پاتې نشي.

ابو عبيده زياته کړې، چې (یمن کې د خپلو وروڼو له هڅو مننه او هرکلی کوو، چې د دښمن پر وړاندې مقاومت سره اوږه په اوږه ولاړ دي او دا هغه څه دي، چې پر ویده اُمت دلیل ګرځیدلی.)

نوموړي دغه راز غزه کې ميشتو قبيلو له دريځونو څخه مننه کړې او د وياړ ځای دی چې د دښمن د همکارۍ وړانديزونه يې رد او مقاومت سره همکارۍ ته دوام ورکوي.

ابو عبيده غزه کې د ځينو جاسوسانو په هکله هم څرګندونې کړي او هغوی ته يې ويلي، چې سمدلاسه توبه وباسي او تر دې وړاندې چې ناوخته شي، بېرته د خپل ولس غيږې ته راوګرځي.

د پیغام په پای کې، ابو عبیده خبرداری ورکړ چې که د اسیرانو په اړه روانې خبرې ناکامې شي، نو د جزوي تبادلو فرصت به له منځه ولاړ شي.

بايد وويل شي چې د حماس د پوځي څانګې وياند ابو عبيده پيغام داسې حال کې خپريږي، چې څو مياشتې وړاندې صهيونيستي اشغالګرو د نوموړي د شهادت ادعا کړې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button