پرون شنبه له بېلابېلو لارو نږدې ۱۰ زره افغان مهاجرین هېواد ته راستانه شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د شنبې ورځنۍ راپور له مخې، د هېواد له بېلابېلو پولو لکه اسلام کلا، ورېښمو لار، سپین بولدک، تورخم او بهرامچې څخه ټولټال ۱۵۷۶ کورنۍ (۹۸۴۲ تنه) افغان مهاجرین هېواد ته راستانه شوي دي.
راستانه شویو مهاجرینو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیا، غذا، مخابراتو او عامه پوهاوي برخو کې اړین خدمات وړاندې شوي دي. د مالي چارو د کمېټې له لوري له ۱۴۳۷ کورنیو سره څه باندې ۱.۵ کروړه افغانۍ مرسته شوې، او (۱۰۵۷) سیمکارتونه هم وېشل شوي دي. همداراز، د ټرانسپورټ کمېټو له لوري (۸۱۹) کورنۍ خوندي ولایتونو ته لېږدول شوي دي.
د خدماتو برخه کې په اسلام کلا کې تر ټولو زیات – ۸۲۷۷ – تنه مهاجرین ثبت شوي، چې هغوی ته غذا، روغتیايي خدمتونه او نور امکانات برابر شوي دي. چارواکي وایي، د مهاجرینو هر اړخیز مدیریت روان دی او هڅې کېږي، چې د هغوی ستونزې تر ډېره بریده هوارې شي.



