د سوریې جګړه؛ سوېدا کې د حکومت پلوه او مخالفو وسله والو ترمنځ خونړۍ نښتې دوام لري

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د سوریې په سوېدا ولایت کې د حکومت پلوه وسله والو او د مخالفو ډلو ترمنځ سختې نښتې روانې دي. سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې جګړه د ولایت په بېلابېلو برخو کې روانه ده او دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د راپورونو له مخې، حکومت ملاتړو وسله والو ځواکونو د مخالفینو ځپلو لپاره پراخ عملیات پیل کړي و؛ خو د صهیونیستي اشغالګرو د هوایي بریدونه له امله شاتګ ته اړ شوي دي.

راپورونه وایې، چې جګړه د ښار پر مرکزي سیمو سربېره، د قنوات او العالیه په شاوخوا سیمو کې هم دوام لري.

سرچینې زیاتوي چې د نښتو له امله ګڼ شمېر ملکي وګړي بې‌ځایه شوي دي، او د سیمې خلک له سخت بشري وضعیت سره مخ دي.

تر اوسه د جګړې د دقیقو تلفاتو شمېر نه‌دی څرګند شوی، خو دواړو لوریو یو او بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعاوې کړي دي.

بل‌خوا، ځینې سیمه‌ییز مشران هڅه کوي چې د جګړې مخه ونیسي او دواړه لوري د خبرو مېز ته راولي، خو لا تر اوسه یې هڅو کومه پایله نه‌ده ورکړې.

مربوطه مطالب

Back to top button