کندز کې د ۱۳۰ زره ډالرو په لګښت د پيپ د تولید فابریکې په کار پيل وکړ

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د کندز ولایت د صنعت او کار موندنې په برخه کې نوې فابریکې په فعالیت پیل کړی.
د پیپ تولید یاد شرکت وايي، چې د ۱۳۰ زره امریکایي ډالرو په پانګونې سره یې تولیدي لړۍ پيل کړې ده.
د شرکت مسؤلین زیاتوي، چې یادې فابریکې ته له پیل سره سم لس کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او فابریکه هره ورځ تر یو ټن پورې پیپ تولیدوي.
دوی وايي، د تولید شویو پیپونو بازار نه یوازې په کندز، بلکې په ګاونډیو ولایتونو کې هم شته، چې دا کار به د کورني تولید ملاتړ او د اقتصادي ودې سبب شي.

مربوطه مطالب

Back to top button