غزه؛ د مقاومت برید کې صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د غزې تړانګې جنوبي ښار خان یونس کې د اسلامي مقاومت ډلې حماس ځواکونو یو ځل بیا د صهیونیستي یرغلګرو پر پوستو او ګزمو بریدونه کړي دي.
سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې دغه بریدونه نن سهار وختي تر سره شوي او په ترڅ کې یې ګڼو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د حماس پوځي څانګې القسام لېوا سرچینو د مقاومت اړوند “المیادین” تلویزیوني شبکې ته ویلي، دوی د خان یونس په لوېدیځ کې د دښمن پر سرتېرو د درنو وسلو، لاسي بمونو او ټانګ ضد توغندیو بریدونه کړي، چې له امله یې دښمن ته درانه تلفات اوښتې دي.
په سیمه کې د بریدونو وروسته د صهیونیستي ځواکونو الوتکې هم لیدل شوي، چې د وژل شویو پوځیانو جسدونه یې لېږدول.
د یادونې وړ ده ،چې د غزې جګړه له تېرو څه باندې دوه کلونو راهیسې روانه ده، چې پکې دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو د فلسطیني مقاومت بریدونه لا هم دوام لري.



