اسلامي امارت: غزه کې د ښځو او ماشومانو وژنه، لوږه او کلابندي بشري فاجعه ده او اسلامي نړۍ باید اقدام وکړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په غزه کې د اسرائیلي صهیونیستانو لهخوا د ملکي خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو پر ضد روان ظلم، کلابندي، لوږه، تنده، ناروغۍ او بېرحمانه بمبارۍ په سختو ټکو غندلي دي.
د اسلامي امارت د مرکزي وياند مولوي ذبيح الله مجاهد له رسمي ادرسه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې سلګونه زره مسلمانان لا هم د وحشي یرغل لاندې ژوند کوي او بشري وضعیت یې ورځ تر بلې خرابېږي.
اعلامیه کې راغلي، صهیونیستي رژیم نه یوازې د غزې د مظلومو اوسېدونکو د مرستو مخه نیولې، بلکې مرستې یې د فشار وسیله ګرځولې، ښځې او ماشومان بمباروي او له نړیوالو اصولو سرغړونه کوي. اسلامي امارت دا کړنې د انسانیت او بشري ارزښتونو خلاف بللې دي.
اسلامي امارت له اسلامي هېوادونو، امت مسلمه او نړیوالو مؤثرو جهتونو غوښتي چې د غزې د مظلومو ماشومانو او ښځو د ژغورلو لپاره ژر تر ژره بشري لاره پرانیزي.
اعلامیه ټینګار کوي، که دا ظلمونه دوام ومومي او غفلت وشي، نو د لوی الله تعالی په وړاندې به څوک هېڅ عذر ونه لري او ټول به له سخت الهي عذاب سره مخ شي.



